۰

کاپيسا کې دوه تنه د ۲۵ میله وسلو د قاچاق په تور ونیول شول

سی شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۷
د کورنیو چارو وزارت کاپیسا ولایت کې د ۲۵ میله بېلا بېلو وسلو د قاچاق په تور د دوه تنو د نیولو خبر ورکوي.
کاپيسا کې دوه تنه د ۲۵ میله وسلو د قاچاق په تور ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت کاپیسا ولایت کې د ۲۵ میله بېلا بېلو وسلو د قاچاق په تور د دوه تنو د نیولو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه کسان پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۲ مه د کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د کاپيسا په مرکز کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه کسانو ۲۰ میله تومانچې او پنځه میله نورې ډول ډول وسلې، چې په یوه موټر کې یې ځای کړې وې له تګاب ولسوالۍ د کاپیسا مرکز ته لېږدولې، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.
 
کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي وسلې او کسان دا مهال له پولیسو سره دي او له قاچاق کوونکو پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي