۰
چارواکي:

هلمند کې یو طالبان چې غوښتل یې جومات کې ماین کېږدي نیول شوی

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه طالب وسله وال نیولی، چې غوښتل یې په یوه جومات کې ماین خښ کړي.
هلمند کې یو طالبان چې غوښتل یې جومات کې ماین کېږدي نیول شوی
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه طالب وسله وال نیولی، چې غوښتل یې په یوه جومات کې ماین خښ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قول رادو نن دوشنبې د لیندۍ ۱۲ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ یو تن وسله وال غوښتل په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه جومات کې له چاوېدونکو توکو ډکه بوشکه ځای پر ځای کړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

په خبر پاڼه کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي