۰

د امریکا د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
د امریکا دفاع وزیر په وروستیو څرګندونو کې ویلي امریکا په افغانستان کې جګړه ختموي خو د ځواکونو د استلو پلان نه لري.
د امریکا د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون
د امریکا دفاع وزیر په وروستیو څرګندونو کې ویلي امریکا په افغانستان کې جګړه ختموي خو د ځواکونو د استلو پلان نه لري.

خو وسله والو طالبانو د هغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د سولې د خبرو له پاره د طالبانو مهم شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي تر هغه به نه د سولې خبرو ته حاضر شي او نه به هم جګړه ودروي او یا کمه کړي تر څو ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته کړې که څه د سولې خبرې یې پیل کړې، خو دا په دې مانا نه ده، چې دوی به جګړه دروي او یا به یې کموي.

طالبانو ټینګار کړی چې جګړې ته به دوام ورکوي او په وینا یې امریکايي پوځیان او جنرالان له افغانستانه د وتلو پرته بله لار نه لري.

باید و ویل شي، چې د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس وړمه ورځ کلفورنیا کې یوې دفاعي غونډې ته په وینا کې و ویل، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د ژر ختمولو جدی هڅه کوي، خو له دې هېواده د پوځیانو د ایستلو کوم پلان نه لري.

د هغه په وینا که چېرې بهرني ځواکونه له دغه هېواده و وځي نو افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

طالبانو د جګړې پر دوام پر داسې مهال بیا ټینګار کوي، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته خپل درېیم سفر هم پیل کړی دی.

هغه وړاندې تمه ښودلې وه، چې د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې به په افغانستان کې د سولې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي