۰

سمنګانو کې له ۶۰ برمته شویو موټر چلوونکو ۵۱ تنه خوشي شوي

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د سمنګانو سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شويو ۶۰ موټر چلوونکو له ډلې ۵۱ تنه خوشي شوي او ۹ نور لا هم له طالبانو سره دي.
سمنګانو کې له ۶۰ برمته شویو موټر چلوونکو ۵۱ تنه خوشي شوي
د سمنګانو سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شويو ۶۰ موټر چلوونکو له ډلې ۵۱ تنه خوشي شوي او ۹ نور لا هم له طالبانو سره دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه موټر چلوونکي پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه دره صوف پایان ولسوالۍ په خشک دره سیمه کې له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې نامالوم لوري ته بېولي وو.

وسله والو طالبانو ۱۲۰ تنه موټر چلوونکي او کلینران برمته کړي و، خو کلینران یې په همغه لومړیو کې خوشي کړل او موټر چلوونکي یې برمته کړل.

خو اوس د سمنګان چارواکي وایي، له برمته شویو ۶۰ موټر چلوونکو څخه ۵۱ تنه د قومي سپین ږیرو په هڅو او طالبانو ته د مالیاتو د ورکړې په بدل کې خوشي شوي دي.

د سمنګان مرستیال والي صفت الله سمنګاني په یوه تلېفوني اړیکه کې جمهور خبري آژانس ته د دغه خبر د پلي تر څنګ و ویل، چې له برمته شویو موټر چلوونکو ۵۱ تنه یې د قومي مشرانو په منځګړي توب او له طالبانو سره د مالیاتو د ورکړې په توافق پرون ماښام خوشي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د موټر چلوونکو او طالبانو تر منځ د شوي توافق له مخې به موټر چلوونکي طالبانو ته هر میاشت یوه ټاکلې اندازه پیسې د مالیې په شکل ورکوي.

د سمنګان مرستیال وايي، ۹ موټر چلوونکي لا هم د وسله والو طالبانو برمته دي او د خلاصون له پاره یې د قومي مشرانو پر مټ هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې نوموړی وايي، دا چې د دغه دواړو درو تر منځ پرته لار ډېر اوږده او لوړې ژورې لري او تل د طالبانو له ګواښ سره مخ وي، پولیس یې د امنیت د کابو کولو توان نه لري تر چې هلته د ملي ادرو او عامه نظم د پولیسو کلکې پوستې جوړې نه کړای شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي