۰

ولسمشرغني او جنرال دوستم پر امنیت خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي مرستیال یې جنرال عبدالرشید دوستم په هېواد کې پر وروستیو امنیتي حالاتو او په ځانګړې توګه د فاریاب پر امنیت خبرې کړې دي.
ولسمشرغني او  جنرال دوستم پر امنیت خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي مرستیال یې جنرال عبدالرشید دوستم په هېواد کې پر وروستیو امنیتي حالاتو او په ځانګړې توګه د فاریاب پر امنیت خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي دوستم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په ارګ کې تر سره شوه.

سرچینه زیاتوي، چې د ناستې پر مهال د ملي امنیت شورا سلاکا ډاکتر حمدالله محب او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي هم شتون درلود او د فاریاب د امنیت په اړه یې خبرې وکړې.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د ښاغلي غني، ښاغلي دوستم، ښاغلي محب او د ملي امنیت د رییس خبرې تر ډېره د امنیتي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي پر لارو چارو متمرکزه وې.

د جنرال دوستم دفتر زیاته کړې، چې په ناسته کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبر بحث وشو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي