۰

کابل کې د غلو د یوه بانډې درې غړي نیول شوي دي

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۱
کابل پولیس وايي، په ښار کې یې د غلو د یوه هغه باڼډ درې غړي غړي نیولي، چې له خلکو به یې واړه موټر غلا کول.
کابل کې د غلو د یوه بانډې درې غړي نیول شوي دي
کابل پولیس وايي، په ښار کې یې د غلو د یوه هغه باڼډ درې غړي غړي نیولي، چې له خلکو به یې واړه موټر غلا کول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه درې تنه په غلا تورن د کابل ښار د درېیمې ناحیې له اړونده سیمې پولیسو له دوه میله تومانچو او یو عراده کرولا موټر سره یو ځای نیولي دي.

د کابل پولیس وايي، دا حرفه وي غله، خالد، میرآقا او مقصود نومېږي، چې په رېيمه، شپږمه او اومې ناحیو په سیمه کې یې وسله والې غلې، باج ګیر او واړه موټر غلا کول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دغه غله د روانې لیندۍ په ۱۰ مه وروسته له هغه چې یو کرولا موټر یې غلا کړی و د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د پولیسو له خوا ونیول شول.

وزارت زیاتوي، نیول شوي غله تر پلټنو لاندې دي او هڅه کېږي نور ملګري یې هم ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي