۰
د هلمند والي:

هلمند کې د طالبانو والي او د هېواد په کچه نظامي مسوول وژل شو

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۶
سیمه ییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي او د هېواد په کچه د طالبانو نظامي مسوول ملا عبدالمنان وژل شوی دی.
هلمند کې د طالبانو والي او د هېواد په کچه نظامي مسوول وژل شو
سیمه ییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي او د هېواد په کچه د طالبانو نظامي مسوول ملا عبدالمنان وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند والي جنرال محمد یاسین وایي، ملا رحیم الله په ملا عبدالمنان مشهور د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملا منان سره یو ځای د هغه دوه تنه ویاندویان حافظ راشد او ملا جاوید او دوه نور ساتونکي هم وژل شوي دي.

د هلمند د والي په وینا ملا رحیم الله د دې تر څنګ چې د هلمند له پاره د طالبانو نومول شوی والي وو د هېواد په کچه د طالبانو د نظامي چارو مسوول هم وو.

ویل کېږي، ملامنان چې په جنوب کې د طالبانو یو خورا پیاوړی قوماندان وو د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي