۰
ارګ:

له ټولو غیر مسووله وسله والو او قوماندانو سره به جدي چلند وشي

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۴
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امنیت شورا د پرېکړې له مخې به د ټولو غیر مسووله وسله والو کسانو او قوماندانانو سره جدي چلند وشي.
له ټولو غیر مسووله وسله والو او قوماندانو سره به جدي چلند وشي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امنیت شورا د پرېکړې له مخې به د ټولو غیر مسووله وسله والو کسانو او قوماندانانو سره جدي چلند وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال و ویل، د حکومت مشرتابه تصمیم نیولی، چې له ټولو غیر مسووله وسله والو او قوماندانو سره باید جدی چلند وشي.

د مرتضوي په وینا هېڅوک او هېڅ کس له قانون څخه لوړ نه دی او د مشروع قوي کارول یوزاې د دولت(ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت) کار دی.

نوموړي زیاته کړه، د امنیت شورا پرېکړه کړې، چې ټول غیر مسوول وسله والو قوماندانان باید د حکومت چوکاټ ته شامل کړي او له دې پرته له ټولو سره قانوني او جدي چلند کېدونکی دی.

مرتضوي و ویل«دا کسان که هر څوک د هرې ډلې او هر لوري خلک وي قانوني چلند به ورسره وشي.»

د ولسمشرۍ ماڼې ویاند دې ته په اشارې سره چې غیر مسووله وسله وال او قوماندانان د خلکو د ځورولو او ازار لامل دي، له رسنیو وغوښتل، چې د دغه کسانو له واک لاندې سیمو له خلکو سره خبرې وکړي، چې هغوی څومره د دې کسانو له کړونو تنګ راغلي.

د مرتضوي په وینا د حکومت پر وړاندې هر ډول غیر مسوول وسله وال قوماندانان یو شان دي او هېڅ یو له بله برتري نه لري او له ټولو سره به یو شان چلند وشي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون شپه د قندوز ولایت یو سیمه ییز قوماندان نوید چې د غیر مسووله وسله والو په لرلو او نورو جرمونو تورن دی، د کمانډو ځواکونو له خوا ونیول شو.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي