۰

افغانستان کې کابو دوه میلیونه ماشومان په درندو کارونو بوخت دي

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱.۹ میلیونه افغان ماشومان په درندو کارونو بوخت او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
افغانستان کې کابو دوه میلیونه ماشومان په درندو کارونو بوخت دي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱.۹ میلیونه افغان ماشومان په درندو کارونو بوخت او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت وزیر فیض الله ذکي نن یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه کابل کې د ماشومانو د ساتنې په ملي کنفرانس کې وکړې او ویلي ویل، چې د افغان ماشومانو پر وړاندې ګڼې ستونزې لا هم پر ځای دي او نه دي حل شوې.

د هغه په وینا همدا اوس د هېواد په کچه ۱.۹ میلیونه ماشومان له زده کړو او ښوونځي لرې پاتې او د واټونو او سړکونو پر سر په درندو کارونو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تولیز ډول ۳.۷ میلیونه افغان ماشومانو سره له دې چې د زده کړو په برخه کې ډېرې هڅې شوې له زده کړو بې برخې دي او په ښوونځو کې د دغه شمېر ماشومانو د جذب لپاره سم کار نه دی شوی.

دی وايي، دا ماشومانو، په هېواد کې د روانو ناامنیو، کورني فقر، طبعي پېښو، وچکالۍ، کډوالې او یو شمېر نورو ستونزو درلودو له امله له ښوونځي پاتې شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر هغه ماشومان چې له ستونزو سره مخ دي په ۲۵ کتګوریو و وېشل، چې په وینا یې ځینې یې په درندو کارونو بوخت، ځینې یې له جرمي ډلو سره یو ځای شوي، ځینې یې د انساني قاچاق ښکار شوي، ځینې یې له وسله والو مخالفینو او نورو ترهګرو ډلو سره یو ځای شوې او یو شمېر نورو بیا نشه يي توکو ته مخه کړې ده.

د هغه په وینا دا ستونزه به تر هغې پورې حل نه شي، تر چې دغه ماشومانو ته د دولتي بنسټونه، مدني ټولنې، او د ماشومانو به برخه کې د ۴۰۰ موسسو په ګډه او همغږۍ کار ونه کړي.

نوموړي په دې برخه کې د حکومت د زیاتې پاملرنې خبر هم ورکړ، چې په وینا یې د ماشومانو د ملاتړ له پاره یې قانون جوړ کړی، چې په پارلمان کې دی، دغه راز یې د ماشومانو د محافظت سکرتریت چې وزارت په چوکاټ کې دی د عالي شورا سکرتریت ته چې د ولسمشر د مرستیال تر مشرۍ لاندې دی پورته کړی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ماشومانو د روزنې له پاره حکومت ۵۶ بابه دولتي او خصوصي روزنځایونه جوړ کړي، چې دا مهال په کې ۱۰۰ زره ماشومان تربیه کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر و ویل، همدارنګه په پام کې ته چې نوی کال په ټول هېواد کې ۲۶ بابه نور ښوونیز مرکزونه هم د حکومت له خوا جوړ شي، چې تر یوه بریده به د ماشومانو ستونزه ورسره حل شي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي