۰

دفاع وزارت غزني، هلمند او کاپیسا کې د ۷۳ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۷۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت غزني، هلمند او کاپیسا کې د ۷۳ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۷۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د غزني په ده یک، ګیرو او اندړو، د هلمند په ګرمسېر او نهرسراج او د کاپیسا په تګاب ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په غزني کې د عملیاتو پر مهال ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان او یو له چاوېدونکو توکو ډک موټر یې له منځه وړل شوی دی.

دغه راز دفاع وزارت وايي، د هلمند په ګرمسېر او نهرسراج کې بیا د هوايي بریدونو پر مهال ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یو موټر سایکل یې له منځه وړل شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د درې واړه پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي