۰
د امریکا دفاع وزیر:

له افغانستانه سرتېري نه باسو خو جګړه ختموو

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۶
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس په تازه څرګندونو کې ویلي امریکا په افغانستان کې جګړه ختموي خو له دغه هېواد د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان نه لري.
له افغانستانه سرتېري نه باسو خو جګړه ختموو
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس په تازه څرګندونو کې ویلي امریکا په افغانستان کې جګړه ختموي خو له دغه هېواد د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال متیس دغه څرګندونې په کلفورنیا کې یوې دفاعي غونډې ته د وینا پر مهال کړې او او ویلي یې دي امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړې امریکا په ټول توان هڅه کوي افغانستان کې سیاسي مذاکرات مثبتې پایلې او اوږده جګړه پای ته ورسېږي خو تر اوسه داسې کوم پلان نه لري، چې خپل ځواکونه له دغه هېواد په لنډ مهال کې وباسي.

جنرال متیس ټینګار کړی، امریکا غواړي د ۴۱ هېوادونو له سرتېرو سره څنګ په څنګ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکړي.

د هغه په وینا امریکا او یاد هېوادونه په افغانستان کې له ۲۰ ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي او دغه ډلې باید ماتې کړل شي.

بل خوا متیس په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې راوستل یوازې د امریکا کار نه دی، بلکې طالبان هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

دغه راز هغه وايي، د سیمې هېوادونه او ملګري ملتونه هم باید د افغانستان د سولې په برخه کې هراړخیزه مرسته وکړي تر چې په دې هېواد کې ثبات ټینګ شي.

متیس پر وسله والو طالبانو دا نیوکه هم کړې، چې په وینا یې افغان حکومت ورته د سولې وړاندیز وکړو خو دوی ونه مانه.

د امریکا دفاع وزیر وایي، طالبانو په دې کار سره وښوده، چې د افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدا شونې ده.

د هغه په وینا امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې د سولې روانه پروسه بریالي او دغه هېواد ته سوله راشي.

بل خوا د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم درې ورځې وړاندې په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي و، چې د امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې د راتګ په برخه کې بېړه لري.

نوموړي ټینګار کړی و، چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي