۰

د پنځو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوې

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نویو څېرو پارلمان ته لار کړې ده.
د پنځو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نویو څېرو پارلمان ته لار کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا پرون شنبې د لیندۍ ۱۰ مه په یوه خبري غونډه کې، د کونړ، نورستان، سرپل، سمنګان او میدان وردګو ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اعلان پر بنسټ له کونړ ولایت نه جاوید صافی، شهزاده شاهد، نعمت الله کریاب او وږمه صافۍ، ولسي جرګې ته لار کړې، چې دوه په کې نوي او دوه هم پخواني استازي دي.

دغه راز له نورستان ولایت څخه بیا عبدالله نورستاني او ډاکتر زاهده فیضان هغه دوه تنه دي، چې ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

له سمنګان ولایت څخه عبدالله محمدي، حیات الله سمنګاني، ضیاالدین ضیا، او محبوبه رحمت توانېدلي، چې د ولسي جرګې څوکۍ خپلې کړي.

په سرپل کې بیا محمد اکبر سلطانزاده، اسدالله ایوبي، سید محمد محسن شریفي بلخابي، الحاج حمیدالله بېک او عزیز جالیس تر ټولو ډېرې رایې وړې او بریالي اعلان شوي دي.

له میدان وردګو ولایت نه بیا عبدالاحمد درانی، عبدالرحمان وردک، محمد مهدي راسخ، حلیمه عسکري او انجنیر حمیده اکبري تر ټولو ډېرې رایې وړې دي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون د تخار، زابل، پنجشېر، نیمروز، کاپيسا، لغمان، دایکنډي، اروزګان، جوزجان، بامیان او فراه د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي