۰

د ۱۳۹۸ کال ملي بودجې طرحه ولسي جرګې ته معرفي شوه

چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۵
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجې طرحه د سناتورانو د نظریاتو له وړاندې کولو سره یو ځای ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ورمعرفي شوه.
د ۱۳۹۸ کال ملي بودجې طرحه ولسي جرګې ته معرفي شوه
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجې طرحه د سناتورانو د نظریاتو له وړاندې کولو سره یو ځای ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ورمعرفي شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له دغه طرحه نن چهارشنبې د لنیدۍ ۷ مه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین عبدالله رقیبي له لوري ولسي جرګې ته ورمعرفي او ترې ویې غوښتل، چې د دولت د بودجه د تامین لپاره یې تصویب کړي.

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې له دې ډلې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ د دولت عادي لګښتونه او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې د پرمختیايي پروژو برخه ده.

د ۱۲۴ ملیارده پرمختیايي بودجې ۱۶ میلیارده یې اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري بودجه ده، چې د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو له خوا به ولګول شي.

له دغه بودجې څخه به آقینې بندر او اندخوی د ریل ګاډي پټلیۍ، د برېښنا رسونې پروژې، د سړکونو جوړول او د اوبو بندونو جوړولو لګښت ورکول کېږي.

د ۱۳۹۸ کال بودجه د ۱۳۹۷ کال په پرته ۱۲ سلنه زیاته شوې، چې د مالیې د چارواکو په وینا دغه بودجه د دولت توان، د خلکو اقتصادي ښه والو ته په نړیوالو معیارونو برابره شوې ده، چې په کې د فساد د مخنیوي له پاره هم تدابیر نیول شوي دي.

باید و ویل شي، چې د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه درې ورځې وړاندې د سناتورانو ۵۵ نظریو او وړاندیزونو له خوا د مشرانو جرګې له خوا تایید او نن د تصویب له پاره ولسي جرګې ته ورمعرفي شوه.

د قانون له مخې د بودجه د تصویب واک د ولسي جرګې سره دی.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي