۰
د اوکراین ولسمشر:

له روسیې سره د جګړې احتمال شته

چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو د خپل هېواد پولو ته نېږدې د روسیې د نظامي تجهیزاتو زیاتېدو ته په اشارې ویلي، چې له روسیې سره د جګړې رامنځ ته کېدو احتمال شته.
له روسیې سره د جګړې احتمال شته
د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو د خپل هېواد پولو ته نېږدې د روسیې د نظامي تجهیزاتو زیاتېدو ته په اشارې ویلي، چې له روسیې سره د جګړې رامنځ ته کېدو احتمال شته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې روسیې د اوکراین پولو ته نېږدې نظامي شتون په شدت زیات کړی او له مسکو سره د کاملآ احتمالي جګړې د رامنځ ته کېدو څرکونه لګي.

ولسمشر پروشنکو وايي، روسیې د اوکراین پولو ته خپل ټاکنو او د نظامي اډو شمېر درې برابره زیات کړی چې دا یې د اوکراین د نظامي واحدونو په پرتله خورا زیات دي.

دغه راز هغه د اوکراین د څارګرې ادارې د معلوماتو پر بنسټ ویلي روسیې د ازوف سنید او کریمه جزیره کې، چې څلور کاله وړاندې له روسیې سره یو ځای شوه، هم خپلې نظامي بېړۍ زیاتې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې«له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا په کرمیه کې پوځیان درې برابره، د زرپوشونو شمېر پنځه برابره او د توپخانې شمېر دوه برابره زیات شوی دی، زه نه غواړم څوک داسې فکر وکړي، چې دا ماشومانه لوبې دي، اوکراین د روسیې له خوا د جګړې له ګواښ سره مخ دی.»

د اوکراین ولسمشر وایي، په همغه شپه یې غوښتل د رویسې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي، خو ځواب یې تر لاسه نه کړ او اړ شو، چې د المان لومړۍ وزیر انګلا مېرکل وروغواړي تر څو په دې تړاو له پوتین سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس: نړیوالې چارې
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي