۰

ولسمشر محمد اشرف غني سویس ته ولاړ

دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جینوا په کنفرانس کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ.
ولسمشر محمد اشرف غني سویس ته ولاړ
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جینوا په کنفرانس کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او وروسره پلاوی نن دوشنبې د لیندۍ ۵ مه سویس ته روان شو.

ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر به د جینوا د کنفرانس په عمومي غونډه کې د وینا تر څنګ په دغه غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره هم دوه اړخیزه لیدنې ولري.

باید و ویل شی، د جینوا کنفرانس، چې د افغانستان په اړه دی د روانې میلادي میاشتې په ۲۸ مه او ۲۹ مه به تر سره شي او په کې به د افغانستان سره د مرستو او همکاریو پر نوي کولو او بیا ژمنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي