هندي رسنۍ وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیري سوشما سوراج پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی او پر ځای به یې دوه نور وزیران هند ته ولېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز لیکلي، چې مېرمن سوراج د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي له بلنک لیک څخه مننه کړې، خو ویلي یې دي، چې پاکستان ته نه ځي.
مېرمن سوراج د هند او پاکستان تر منځ د یوې نوې لارې د پرانستې مراسمو ته وربلل شوې وه، خو نوموړي ویلي، چې دا نه ځي او پر ځای به یې دوه نور وزیران ورشي.
د هند او پاکستان تر منځ دا نوی سرحدي دهلیز به د دواړو هېوادونو په پنجاب ایالتونو کې د سکانو دوه مذهبي ځایونه سره ونښلوي او د هندوستان ټایمز په وینا په پرانستو سره به یې دواړو هېوادونو کې مېشت سکان له وېزې پرته مذهبي ځایونو ته تللی شي.
په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو د دغه لارې پرانستل کېدل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مثبت ګام بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل