۰

عاطف مشعل پاکستان او رویا رحماني امریکا کې د افغانستان سفیران ټاکل شوي

یکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۶
ولسمشر محمد اشرف غني اندونیزیا کې افغان سفیر رویا رحماني په واشنګټن کې او د افغانستان د کرکټ بورډ مخکنی رییس شکرالله عاطف مشعل په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیرانو په توګه ټاکلي دي.
عاطف مشعل پاکستان او رویا رحماني امریکا کې د افغانستان سفیران ټاکل شوي
ولسمشر محمد اشرف غني اندونیزیا کې افغان سفیر رویا رحماني په واشنګټن کې او د افغانستان د کرکټ بورډ مخکنی رییس شکرالله عاطف مشعل په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیرانو په توګه ټاکلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مشعل پر خپله فسبوک پاڼه د دې خبر د پخلي تر څنګ له ولسمشر غني څخه مننه کړې، چې یو ځل بیا یې پر دغه باور وکړ او دا دروند او مهم مسوولیت یې وروسپاره.

اسلام آباد کې نوي ټاکل شوي افغان سفیر زیاته کړې، چې په خپل ټول به دا هڅه او هاند وکړي، چې په ورسپارل شویو ټولو اړونده چارو کې د هېواد ملي ارزښتونه وپالي او د دواړو هېوادو د اړیکو د غښتلتیا له پاره کار وکړي.

باید و ویل شي، چې عاطف مشعل تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس و او تر دغه وړاندې حضرت عمر زاخېلوال په پاکستان کې د افغانستان سفیر و.

ښاغلي زاخېلوال څه موده وړاندې له خپلې دندې استعفا لیک ولسمشر غني ته وړاندې کړی و، چې د ولسمشر غني له خوا هم ومنل شو، او تېره اوونۍ زاخیلوال خپله دنده پای ته ورسوله.

بل خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پرون په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال تایید کړه، چې ولسمشر غني په اندونزیا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې په توګه ټاکلې ده.

ښاغلي چخانسوري مېرمن رویا یوه پیاوړې دیپلوماته وبلله، چې په وینا یې لوړې زده کړې لري او وبه کولای شي خپله نوې دنده په ښه توګه تر سره کړي.

باید و ویل شي، چې تر رویا رحمانی وړاندې ډاکتر حمدالله محب په امریکا کې د افغانستان سفیر و، چې د ملي امنیت د شورا د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر تر استعفا وروسته ولسمشر غني ښاغلی محب د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکه.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي