۰

د جنرال دوستم د ممنوع الخروج کېدو آوازې دروغ دي

شنبی ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د ولسمشرۍ لومړي مرستیال ته نېږدې سرچینې وايي، له هېواده د جنرال عبدالرشید دوستم د ممنوع الخروج کېدو راپورونه دروغ او آوازې دي.
د جنرال دوستم د ممنوع الخروج کېدو آوازې دروغ دي
د ولسمشرۍ لومړي مرستیال ته نېږدې سرچینې وايي، له هېواده د جنرال عبدالرشید دوستم د ممنوع الخروج کېدو راپورونه دروغ او آوازې دي.

د جمهور خبري آژانس د له مخې پرون جمعه د لیندۍ دوهم داسې ادعاوې وشوې، چې ګڼې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال جنرال دوستم ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

په خواله رسنیو کې راغلي و، جنرال دوستم  چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه و، غوښتل ترکیې ته د درملنې په موخه ولاړ شي، خو د کابل په هوايي ډګر کې د پولیسو له خوا درول شوی او اجازه نه ده ورکړل شوې، چې بهر ته ولاړ شي.

پر خواله رسنیو دا هم راغلي و، چې له دوستم څخه پاسپورټ اخستل شوی او ورته ویل شوي، چې ته ممنوع الخروج اعلان شوی یې، چې وروسته دوستم خپل کور ته وګرځېده.

خو جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسانو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او داسې هسې آوازې بللې دي.

د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیراحمد تینج ویلي، هغه آوازې چې د ښاغلي دوستم په اړه خورې شوې بې اساسه دي.

د دوستم د بیا ځلې ممنوع الخروج کېدو آوازې پر داسې مهال خپرېږي، چې هغه نېږدې یو نیم کال وړاندې ترکیې ته تللی و خو څه موده بیا هېواد ته د بېرته راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.

هغه مهال ویل کېدل، چې په حکومت کې ځینې کسان هېواد ته د دوستم له راتګ سره مخالف و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي