۰
اروپايي ټولنه:

جینوا کنفرانس کې به تر ډېره د افغانستان پر سوله خبرې وشي

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران روانه میاشت په جینوا کې د افغانستان په اړه یوه غونده تر سره کړي.
جینوا کنفرانس کې به تر ډېره د افغانستان پر سوله خبرې وشي
ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران روانه میاشت په جینوا کې د افغانستان په اړه یوه غونده تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کنفرانس کې به تر ډېره د افغانستان، په سولې، ثبات او امنیت خبرې اترې وشي.

دغه ټولنې ټینګار کړیو چې دوی په افغانستان کې د سیاسي حل پلویان دي او غواړي، چې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسول شي او افغان حکومت او طالبان سوله وکړي.

په خبرپاڼه کې د جینوا کنفرانس د افغانستان له پاره یو غور فرصت بلل شوی، څو وکړای شي، د خپلې ودې له پاره نوې ژمنې جلب کړي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ مه او ۲۸ مه جوړ شي.

افغان حکومت له وړاندې ویلي دغه کنفرانس ته یې بشپړ چمتوالی نیولی او په کې به نړیوال له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سولې او امنیت، اقتصادي پرمختګ او پانګونې په برخه کې مرستو او همکاریو ته وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي