۰

طالبانو بیا پر جاغوري ولسوالۍ بریدونه کړي دي

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۹
د غزني د ولایتي شورا یو غړی تاییدوي، چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا د دغه ولایت د جارغوري ولسوالیو په یو شمېر سیمو بریدونه کړي دي.
طالبانو بیا پر جاغوري ولسوالۍ بریدونه کړي دي
د غزني د ولایتي شورا یو غړی تاییدوي، چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا د دغه ولایت د جارغوري ولسوالیو په یو شمېر سیمو بریدونه کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو تېره شپه (د لړم ۲۸ مه) د جاغوري هیچه او بابه سیمو باندې بریدونه کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د غزني امنیت حالت د ډاډ وړ نه دی او هغه راپورنه چې ګڼې د دغه ولایت د امنیت د ښه کېدو په اړه ورکول کېږي ناسم دي.

دی وايي، لا هم د غزني ښار او ولسوالیو شاوخوا وسله وال طالبان شتون لري او هغوی پر شاه نه دي تمبول شوي دي.

فقیري دا ادعا هم وکړه هغه سرتېري، چې د جارغوي او مالستان د امنیت خوندیتوب په موخه لېږل شوي و، د طالبانو پر خځو یې عملیات نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې د جاغوري په هیچه او بابه سیمو د طالبانو بریدونه د ځانګړو ځواکونو له خوا په قوت سره مات او پر شاه تمبول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي