۰

خلیلزاد واشنګټن ته تللی او د افغانستان سفر یې له لاسته راوړنو ډک بللی

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی بېرته واشنګټن ته تللی خو ویلي یې دي، چې د سولې په تړاو یې افغانستان ته دوهم سفر بریالی او له لاس ته راوړنو ډک و.
خلیلزاد واشنګټن ته تللی او د افغانستان سفر یې له لاسته راوړنو ډک بللی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی بېرته واشنګټن ته تللی خو ویلي یې دي، چې د سولې په تړاو یې افغانستان ته دوهم سفر بریالی او له لاس ته راوړنو ډک و.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له افغانستان څخه واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پرمهال پر خپل ټوېټر لیکلي، چې وروستی او مخکنی سفر یې د افغان حکومت او خلکو سره په نېږدې همکارۍ سره له لاسته راوړنو ډک تر سره شوو.

په ورته وخت کابل کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد د نومبر میاشتې ۱۷ او ۱۹مه له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د خپل سفر معلومات شریک کړل.

خبرپاڼه وایي، ښاغلي خلیلزاد د خپلو لیدنو په ترڅ کې ټینګار کړی چې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه باید د ټولو افغانانو نظرونه په پام کې ونیول شي.

سرچینې لیکلي، چې سوله د هر افغان هيله ده، متحده ايالات غواړي د افغانانو سره دغې موخې ته د رسېدو په چاره کې مرسته وکړي چې خورا ارزښتمنه ګڼل کېږي.

د امریکا سفارت زیاته کړې، چې په افغانستان کې د جګړې څلوېښت کاله کېږي، افغانان د سولې وړ دي، موږ غواړو دغې موخې ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو همکاران واوسو.

بل خوا افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغان سولې ته تر بل هر وخت غوره فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

خبرپاڼه د خلیلزاد په قول وايي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو او مذاکراتو زمینې برابرولو لپاره به د امریکا هڅې دوام ولري.

خلیلزاد ټینګار کړیو چې امریکا د افغانستان سولې ته ژمنه ده او غواړي دغه خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته لاړې شي، خو امریکا یوازې په دې برخه کې اسانتیا رامنځ ته کوي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې امریکا دافغانستان ټولو قوانینو ته درناوی لري او له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوي.

 ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو مننه کړې ده او د هغه فعالیتونه یې ستایلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي