د امریکا د شیکاګو په یوه روغتون کې یو وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پر ځای وخت له غرمې وروسته شاوخوا د شیکاګو په مرسي روغتون کې شوی دی.
پولیسو ویلي یو تن چې یونیفورم یې پر تن و په روغتون کې ناتار ډزې کړې، چې له امله یې د روغتون دوه ښځینه کارکوونکې او یو پولیس وژل شوي دي.
د شیکاګو پولیس وایي، برید کوونکی هم وژل شوی خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې برید کوونکي خپله ځان وژلی او که د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.
پولیس ویلي ښايي د برید کوونکي موخه هغه مېرمن وه، چې له ده سره یې اړیکې درلودې.
جمهورخبري آژانس:کابل