۰

پاکستان پر کونړ د توغندیو ویشتل پیل کړي

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ کرښې پورې غاړې څخه پر کونړ ولایت د راکټونو ویشتل پیل کړي دي.
پاکستان پر کونړ د توغندیو ویشتل پیل کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ کرښې پورې غاړې څخه پر کونړ ولایت د راکټونو ویشتل پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا پاکستان له پرون یکشنبې د لړم ۲۷ مې راهیسې د کونړ سرکاڼو او دانګام ولسوالیو ته ۱۳۰ توغندي ویشتلي.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار د دغه خبر د پخلي تر څنګ وایي، د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې د سرکاڼو ولسوالۍ په ښادي خېلو سیمو کې یو تن وژل شوی هم دی.

نوموړی زیاتوي، چې دغه توغندي ډېری په کرنیزو ځمکو کې لګېدلي، چې خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د سیمې اوسېدونکي هم د پاکستان له لوري د توغندیو ویشتلو پخلی کړی او وايي، د دغه بریدونو له امله ګڼو خلکو خپل کورونه پرېښي او د کونړ مرکز اسعد آباد ته کډه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي