۰
د ولسي جرګې ځینې غړي:

له طالبانو سره سوله د جګړې پر میدان د هغوی له ماتې پرته ناشونې ده

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د ولسي جرګې ځینې غړو ټینګار کاوه تر چې طالبانو ته د جګړې په میدان کې ماتې نه وي ورکړل شوې، له دې ډلې سره د سولې کېدل ناشونی کار دی.
له طالبانو سره سوله د جګړې پر میدان د هغوی له ماتې پرته ناشونې ده
د ولسي جرګې ځینې غړو ټینګار کاوه تر چې طالبانو ته د جګړې په میدان کې ماتې نه وي ورکړل شوې، له دې ډلې سره د سولې کېدل ناشونی کار دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن دوشنبې لړم ۲۷ مې په عمومي غونډه کې یو شمېر استازو ویلي حکومت باید د جګړې په میدان کې پر طالبانو بریدونه او فشارونه زیات کړي تر څو دا ډله سولې ته غاړه کېږي.

د دوی په وینا که حکومت د جګړې په ډګر کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونه نسي، نه شي کولای له دغه ډلې سره د سولې په برخه کې کومه لاس ته راوړنه ولري.

د ځینو وکیلانو په وینا حکومت نباید د سولې د سراب په نشه کې جګړه له یاده وباسي او لا نور سیمې طالبانو ته ورپېرښودل شي.

د جرګې غړي عبدالقیوم سجادي و ویل د بریدګرې ستراتېژۍ نشتوالي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاس ته راوړنې له خنډ سره مخ کړې او د سولې کړۍ یې تنګه کړې ده.

سجادي زیاته کړه تر چې طالبانو ته د جګړې په ډګر کې ماته نه وي ورکړل شوې، دغه ډله به د سولې خبرو او سولې ته غاړه کېنږدي.

د جرګې یو بل غړي عبدالستار درزابي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل سوله چې د قدرت او ځواک له لارې رامنځ ته نه شي، په زاریو نه راځي او د هېواد جګړه به پای ونه مومي.

د هغه په وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له دفاعي حالت په بریدګر حالت واوړي، تر چې طالبان اړ شي، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي هم له طالبانو سره پر جګړې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې حکومت نباید د سولې په سراب کې ډوب او جګړه له یاده وباسي.

د هغه په وینا که حکومت د جګړې میدان له یاده وباسي او پر طالبانو بریدونه او فشارونه زیات نه کړي دغه ډلې به نورې سیمې هم لاندې او د حکومت تر څنګ به بل حکومت رامنځ ته کړي.

نوموړي د امریکا د پوځ د مشر جنرال جوزف ډانفورډ هغه څرګندونې چې ویلي یې دي، طالبان د جګړې په میدان کې نه ماتېدونکي دي وايي، دا د امریکا له خوا په حقیقت کې طالبانو ته شین څراغ دي.

نوموړي زیاته کړه  حقیقت دا دی، که امریکا د طالبانو پر ملاتړو هېوادونو فشارونه زیات کړي، دغه ډله به د سولې خبرو ته چمتو شي، ولې امریکا افغان ولس د خپلو ګټو او لوبو قربانی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي