۰

ښايي نېږدې راتلونکې کې ځینې طالب بندیان خوشي شي

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۰
د زلمي خلیلزاد له خوا د افغان سولې د هڅو له بیا پیل سره داسې راپورونه دي، چې ښايي په نېږدې راتلونکې کې ځینې طالبان زندانیان له بنده خوشي شي.
ښايي نېږدې راتلونکې کې ځینې طالب بندیان خوشي شي
د زلمي خلیلزاد له خوا د افغان سولې د هڅو له بیا پیل سره داسې راپورونه دي، چې ښايي په نېږدې راتلونکې کې ځینې طالبان زندانیان له بنده خوشي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زلمي خلیلزاد افغانستان ته په دوهم ځلي راتګ سره یو ځل بیا له بېلا بېلو افغان چارواکو او دغه راز طالب استازو سره لیدلي دي.

راپورونه وايي، خلیلزاد په قطر کې یو ځل بیا د طالب استازو سره لیدلي او دواړه لوري د خبرو پایلو ته خوشبنیه دي.

ویل کېږي، ښاغلي خلیلزاد هلته د افغان حکومت، اماراتو او سعودي عربستان له چارواکو سره هم کتلي او له طالب استازو سره یې لیدنه کې تر ډېره د بندیانو پر خلاصون، د تور لېست لرې کولو او د افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کړې دي.

ځینې سرچینو ویلي، چې له خلیلزاد سره لیدنه کې د طالبانو په استازو کې د ګونتانامو زندانه خلاص شویو طالب مشرانو ملا فضلي، ملا نور الله نوري او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوى ملا يعقوب چې اوس د ډلې مرستيال هم دى، ګډون کړى و.

د افغان حکومت اجرائیه رییس محمد محقق هم پرون له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد کابل ته د دوهمې ځلي سفر په لړ کې د ملا عمر له زوی سره لیدلي خو ادعا یې کړې وه، چې دغه لیدنه د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې تر سره شوې، چې طالبانو رد کړې خو امریکا لا هم څه نه دي ویلي.

له دې سره تر څنګ داسې راپورونه هم شته دي، چې ګنې د سولې عالي شورا لغوه کېږي او پر ځای یې د سولې مشورتي بورډ جوړېږي، چې دغه کار د سولې د عالي شورا اندېښنې هم راپارولې دي.

ولسمشر غني هم له تېرو څو ورځو راهیسې د سیاسي، جهادي مشرانو، مدني ټولنو او بېلا بېلو پاړکو له استازو سره د سولې په تړاو د مشورتي ناستو لړۍ پیل کړې او ویلي یې دي، چې د سولې له پاره یو مشورتي بورډ جوړ شي.

ولسمشر غني هم وړمه ورځ د ځوانانو او مدني ټولنې له استازو سره خبرو کې ویلي و، چې د سولې لار لوړې ژورې لري، چې باید ویې زغم ځکه سولې ته نېږدې شوي یو.

له دې راپورونو داسې جوتېږي، چې ګڼې امریکا، افغان حکومت او طالبان د سولې په تړاو یوه جوړ جاړي ته رسېدونکي دي او په راتلونکو څو میاشتو کې به سوله وشي.

د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد ویلي د سولې خبرو د پیل لپاره به په نږدې راتلونکې کې ځینې طالب زندانیان د افغان حکومت له لورې خوشې شي.

طالبانو له خلیلزاد سره په لومړۍ لیدنه کې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبره مطرح کړې وه چې د سولې شورا په وینا افغان حکومت هم راضي شوی چې ځینې طالب زندانیان د ښه نیت په موخه له بنده ازاد کړي.

د راپورونو له مخې طالبانو له خلیلزاد سره په لومړۍ لیدنه کې د سولې خبرو د پیل لپاره له زندانه د طالب بندیانو خوشې کېدل او دغه راز له تور لیست نه د طالب چارواکو د نومونو ایستل خپل اساسي شرطونه بللي وو، خو د سولې شورا وایي چې ډېر احتمال شته دواړه لورې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش هوکړې ته رسېدلي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي