د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له طالب استازو په لیدنه کې د سولې په اړه بحث او خبرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې پنشنبې( لړم ۲۴ مه ) په دوحه کې د طالبانو له استازو سره تر لیدنې او د سولې په تړاو تر خبرو وروسته ویلي، چې د خبرو پایلې ته خوشبینه دی.
ټاکل شوې خلیلزاد نن شنبې د لړم ۲۶ مه بېرته کابل ته راشي او له افغان چارواکو، سیاسیونو او جهادي څېرو سره هم وګوري او د سولې او له طالب استازو سره د خبرو په تړاو خپل معلومات ورسره شریک کړي.
دا د زلمي خلیلزاد د نوې دندې له پیل راهیسې دا دوهم ځل دی، چې له افغان چارواکو، سیاسیون، جهادي څېرو او طالبانو له استازو سره ګوري.
نوموړي په ابوظهبۍ کې د افغانستان، سعودي عربستان او اماراتو له چارواکو سره هم کتنه کې د سولې په اړه خبرې کړې دي.
رویټرز خبري اژانس د چارواکو په قول وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د افغانستان حکومت ته اطمینان ورکړي چې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې به یې څنګ ته نه پرېږدي.
د ولسمشر غني یوه سلاکار رویټرز ته ویلي چې خلیلزاد افغان سیستوالو، ښځو او د مدني ټولنې استازو ته په زغرده ویلي چې امریکا به د سولې د خبرو په بل پړاو کې افغانان څنګ ته پرې نږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل