ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر سیاشي او جهادي شخصیتونو سره د سولې په تړاو کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر، سیاسي او جهادي شخصتیونو تر منځ لیدنې پرون جمعه د لړم ۲۵ مه ارګ کې تر سره شوي دي.
ښاغلي غني په دغه کتنو کې د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ له غړو سره د سولې د مشورتي بورډ د رامنځ ته کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر پرون جمعه د تلې ۲۵ مه ارګ کې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا له غړو سره وکتل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړي صلاح الدین رباني، عطامحمد نور او اسماعیل خان موجود وو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د سولې مشورتي بورډ د جوړولو په اړه خبرې وکړې او جمعیت ګوند د غړو د نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې تر څنګ یې ویلي، چې سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو د بېلابېلو اقشارو اجماع ته اړتیا ده.
ولسمشر غنی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د مشورتي ناستو لړۍ به دوام ولري او پایلې به یې له ټولو سره شریکې شي.
ویل کېږي، د سولې مشورتي بورډ به د سیاسي او جهادي شخصیتونو په ګډون د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مخورو او استازو په ګډون جوړ شي.
باید و ویل شي، چې ولسمشر د سولې په تړاو تر دې وړاندې د عوت ګوند له مشر استاد سیاف، د مشرانو جرګې له رییس فضل الهادي مسلم یار او جهادي شخصیتونو حاجي دین محمد او عبدالهادي ارغندیوال سره هم لیدلي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل