۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

طالبان به د هزاره جاتو د نیولو ارمان ګور ته یوسي

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، ډېر ژر به وسله وال طالبان د خپل کړي جنایت او سرکشۍ پور پرې او د هزاه جاتو د امن سیمو د نیولو ارمان به ګور ته یوسي.
طالبان به د هزاره جاتو د نیولو ارمان ګور ته یوسي
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، ډېر ژر به وسله وال طالبان د خپل کړي جنایت او سرکشۍ پور پرې او د هزاه جاتو د امن سیمو د نیولو ارمان به ګور ته یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لړم ۲۳ مه د غزني ولایت له دیني عالمانو، قومي مخور، د پوهنتو له استازانو او محصلینو سره لیدنه کې وکړې.

نوموړي د غزني د جګړې او په کې د ولسي وګړو د قربانۍ په غبرګون کې کابل کې د لړم د ۲۱ مې نېټې لاریون یو ښه مدني حرکت او غوښتنه وبلله.

ښاغلي دانش دغه مشرانو ته په خطاب کې و ویل، طالبانو له دې خاطره په امن ولسوالیو بریدونو ته زور ورکړی، چې ستاسو د مدنیت او سولې غوښتنې کړنلارې نه شي زغملای.

هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د خلکو درېدلو دا وښوده، چې د مرکزي سیمو خلک مدنیت لرونکي او سوله غوښتونکي دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت د دغه څو ولسوالیو د امنیت کابو کولو په اړه جدي او بېړني ګامونه پورته کړي او له دوی یې وغوښتل، چې د یو شمېر کړیو او کسانو د اندېښنې اچولو او اوازو دوکه نه شي، ځکه هغوی غواړي د ولس او حکومت تر منځ واټن او بې باوري رامنځ ته کړي.

سروردانش له ولس څخه وغوښتل، چې د خپل حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي، ځکه د ده په وینا حکومت د خلکو ملاتړ او دفاع کوونکی دی.

د ولسمشر دوهم مرستیال په ټینګار سره و ویل، چې طالبان به ډېر ژر د خپل کړي جنایت پور پرې کړي او د هزاره جاتو د امن سیمو نیولو ارمان به ګور ته یوسي.

باید و ویل شي، چې د غزني ولایت په مالستان او جاغوري او د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو سختې جګړې روانې دي، چې په کې ولسي وګړو ته هم ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

افغان چارواکي وايي، د طالبانو د ځپلو له پاره دغه ولسوالیو ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به یادې سیمې له طالبانو پاکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي