۰

محتده عربي اماراتو کې د افغان د سولې په اړه څلور اړخیزه غونده وشوه

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۲
متحده عربي امارتو کې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستا او اماراتو د استازو ترمنځ د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو غونده وشوه.
محتده عربي اماراتو کې د افغان د سولې په اړه څلور اړخیزه غونده وشوه
متحده عربي امارتو کې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستا او اماراتو د استازو ترمنځ د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو غونده وشوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څلور اړخیزه غونډه پرون چهارشنبې د لړم ۲۳ مه ابوظهبۍ کې شوې او د څلور واړه هېوادونو پر یو لړ سپارښتنو موافقه کړې ده.

د افغانستان، امریکا، سعودي او اماراتو د استازو تر منځ په دې هوکړه شوې، چې د افغانانو له ارمانونو او غوښتنو سره به په افغانستان کې د هر اړخیزه سولې او پخلاینې په برخه کې مرسته کوي.

د امریکا له خوا په دغه غونده کې د افغان سولې له پاره د دغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ګډون کړی و او نوموړي د غونډې پر پایلو خوښي ښودلې ده.

تر اوسه د دغه غونډې بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو کابل ته د زلمي خیلزاد تر دوهم ځلي سفر وروسته یو ځل بیا د افغان سولې له پاره هڅې زیاتې شوې دي.

خلیلزاد به د افغان سولې په خاطر د سیمې ځینې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړی او ښايي په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړي.

دغه راز ویل کېږي، چې نوموړی به د افغان سولې په تړاو د خبرو له پاره مسکو ته هم لاړ شي او د روسي چارواکو سره به د افغانستان د سولې له پاره هڅې همغږې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي