۰
ارګ:

د جاغوري د جګړه د طالبانو اصلي قوماندان و وژل شو

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۷
ارګ تایید کړه، چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د جګړې اصلي قوماندان وژل شوي دی.
د جاغوري د جګړه د طالبانو اصلي قوماندان و وژل شو
ارګ تایید کړه، چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د جګړې اصلي قوماندان وژل شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن چهارشنبې د لړم ۲۳ مه ویلي«د جاغوري د جګړې د طالبانو اصلي او په والي مشهور قوماندان د ګلابي اخندزاده وراره وژل شوی دی»

مرتضوي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړی، خو راپورونه وایي، دفاع وزارت په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د پراخو پوځي عملیاتو تابیا کړې ده.

په دغه ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو حملې زیاتې شوې، چې په جګړه کې افغان ځواکونو ولسي وګړو او خپله طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په مالستان او جاغوري کې د روانو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بامیانو ولایت ته کډه شوې، چې ویل کېږي له سختو ستونزو سره مخ دي.

د غزني د جاغوري او مالستان او دغه راز د خاص اروزګان ولسوالۍ د جګړو او ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په غبرګون په کابل کې لاریونونه هم وشول.

خو ولسمشر غني او امنیتي چارواکو لاریونوالو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به د دغه سیمو د امنیت د کابو کولو په پار بېړني اقدامات تر سره او پراخ عملیات به پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي