۰
د دفاع او کورنیو چارو وزیران:

امنیتي ګواښونه زیات خو امکانات مو کم دی

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۶
د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي ومنله، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات خو امکانات یې کم دي.
امنیتي ګواښونه زیات خو امکانات مو کم دی
د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي ومنله، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات خو امکانات یې کم دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی بهرامي نن چهارشنبې د لړم ۲۳ مه ولسي جرګې ته په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په کتو له کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک سره یو ځای ورغوښتل شوی دی.

نوموړي د جرګې غړو ته خبرو کې و ویل، چې په غزني، غور، اروزګان، بغلان، قندوز، فاریاب، سرپل، جوزجان، او میدان وردګو ولایتونو کې امنیتي ګواښونه زیات دي، خو د امنیتي ځواکونو امکانات کم دي.

د ملي دفاع وزیر په وینا تر ټولو ډېرې امنیتي ننګونې، د غزني په جاغوري او مالستان، د غور په چهارسدې او د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې دي.

خو زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونه هم د دې امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو له پاره ځانګړي پلانونه او عملیات لري، چې ځینې یې تر سره شوي او ځینې د پلي کېدو په حال کې دي.

نوموړي و ویل«موږ هڅه کو هغه څه امکانات چې لرو یې ګټه ترې واخلو او وضعیت ته تغیر ورکړو.»

ملي دفاع وزیر په وروستیو جګړو کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه، چې د امنیتي ځواکونو په پلته د دښمن مرګ ژوبله ۶ برابره لوړه ده.

جنرال بهرامي د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه تر دې زیات جزیات ورنکړل، خو د جرګې غړو ته یې و ویل، چې د ټولو جنګي حالتو په اړه به جرګې ته په یوه ځانګړې او له رسنیو لرې معلومات وړاندې کړي.

بل خوا ملي دفاع وزیر فراه ولایت کې د لوېدلې چورلکې په اړه چې په کې د فراه د ولایتي شورا ریس او غړې او دغه راز ځینې نور چارواکي و وژل شول، زیاته کړه، چې په خواشنۍ سره تر اوسه د ځینو کسانو جسدونه لا هم نه دی تر لاسه شوي، خو د موندلو له پاره یې هڅې روانې دي تر څو هغه ځای په نښه شي، چې دغه جسدونه په کې ساتل کېږي.

بل خوا ولسي جرګې ته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک و ویل، چې په خاص اروزګان او د غزني په جاغوري او مالستان کې جګړه قومي نه بلکې، له ولس سره د طالبانو جګړه ده.

د برمک په وینا د سیمې ځینې هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان ارامه وي په همدې خاطر یې وسله والو طالبانو ته لارښوونه کړې، چې خپل فعالیتونه زیات او افغان ولس تر فشار لاندې راولي.

نوموړي وویل«د طالبانو د تحرکاتو د زیاتېدو او د خاص اروزګان او غزني د جاغوري او مالستان جګړه قومي بللو هدف یوازې همدا دی، چې د سیمې ځینې هېوادونه نه غواړي افغانستان آرامه و اوسي او غوادي د ولس تر منځ نفاق ته لمن ووهي.»

د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبانو ځکه پر خاص اروزګان، جاغوري او مالستان بریدونه کړي، تر څو له فرصته په ګټې اخیستې دغه جګړه په قومي جګړه بدله کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د هېواد روان امنیتي حالت د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې دا ستونزې په دې یوه مجلس نه حل کېږي.

نوموړی وایي، د ولسي جرګې غړي ډېرې داسې خبرې لري، چې په رسنیو کې یې خپاروی د هېواد په ګټه نه دی، نو له همدې امله به راتلونکې یکشنبې په ورځ امنیتي چارواکي ریسانو کمېټې غونډې ته وروبولي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي