۰

میدان وردګو کې د پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۳
د میدان وردګو سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې ۱۴ افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
میدان وردګو کې د پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي
د میدان وردګو سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې ۱۴ افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه (د لړم ۲۲مه) د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په منګلیو سیمه کې د افغان پوځ پر یوه پوسته برید کړی دی.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت دراني ویلي، د طالبانو په برید کې د پوځ ۹ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې طالبانو د لنډ وخت له پاره یاده پوسته هم نیولې وه، خو بېرته افغان ځواکونو ترې ونیوله.

طالب ویاند هم ویلي، چې د منګلیو پوسته یې نیولې او ۹ سرتېري یې په کې وژلي دي.

دغه راز مجاهد ادعا کړې، چې د یادې ولسوالۍ په باقر خېلو، عزیر کلا او عبدالمحی الدین سیمو کې یې هم پر افغان ځواکونو بریدونه کړي او ۱۴ سرتېري یې وژلي دي.

خو چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي