د افغانستان او پاکستان د پارلماني چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډاکتر فاروق وردګ او علي محمد خان پرون دوشنبې د لړم ۲۲ مه اسلام آباد کې سره لیدلي او خبرې يې کړې دي.
دواړو وزیرانو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا او سولې له پاره پر کارکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اړیکې باید پراخې کړای شي.
د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په ټوله سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د پارلماني چارو وزیر زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ دې راشه ورشه ډېره شي.
نوموړي تینګار کړی، چې په دې توګه به د ولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې، ستونزې کمې او تفاهمات به زیات شي.
د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ویلي چې په دې اړه به له خپل حکومت سره خبرې کوي او د پارلماني اړیکو د ټینګولو لپاره به کار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل