۰
عبدالله عبدالله:

د ولسمشرۍ د هېڅ نوماند په ټکټ کې نه شاملېږم

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ولسمشرۍ د هېڅ یوه نوماند په ټاکنیز ټکټ کې به شامل نه شي.
د ولسمشرۍ د هېڅ نوماند په ټکټ کې نه شاملېږم
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د ولسمشرۍ د هېڅ یوه نوماند په ټاکنیز ټکټ کې به شامل نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لړم ۲۲ مه کابل کې له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړاندې آوازې وې، چې عبدالله به د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه کاندید شي.

خو ښاغلي عبدالله له مشرانو او ځوانانو سره لیدنه کې دغه آوازې په کلکه رد کړې او ویې ویل، چې د هېڅ یوه نوماندان په ټاکنیز ټکټ کې په شامل نه شي.

دا چې ښاغلی عبدالله به د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونموي که نه په اړه یې هغه و ویل، چې په دې اړه به پرېکړه له خلکو سره تر سلا مشورو وروسته وکړي.

ښاغلي عبدالله په ورته وخت کې هغه نظر هم رد کړ، چې ګڼې له طالبانو سره د سولې په خاطر امریکا هڅه کوي، د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

افغان اجرائیه رییس ټنګار وکړ، چې ټاکنې به د اساسي قانون او د ټاکنو کمېسیون له پرېکړې سره سم پر خپل وخت د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه نېټه تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي