۰

له مالستان او جاغوري ۲۶۰ کورنۍ بامیانو ته کډه شوې

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۱
سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو او جګړو له امله ۲۶۰ کورنۍ بامیانو ولایت ته کډه شوي دي.
له مالستان او جاغوري ۲۶۰ کورنۍ بامیانو ته کډه شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو او جګړو له امله ۲۶۰ کورنۍ بامیانو ولایت ته کډه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بامیانو له طبعي پېښو سره د مبارزې رییس احمد ضیا رفعت په یوه خبري غونډه کې و ویلو چې تر اوسه ۲۶۰ کورنۍ بامیانو ته ورګډوه شوې چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړي، چې دغه ولایت ته له مالستان او جاغوري د کډوالو ورتګ مخ په زیاتېدو دی او هغوی د امکاناتو له کمښت او ستونزو سره مخ شوي دي.

دی وايي، د بامیانو سیمه ییز اداره هڅه کوي، چې له کډوالو سره لومړنۍ او اړینې مرستې، چې په روغتیايي، خوراکي او پوښاک په برخه دي وکړي.

په ورته وخت کې د بامیانو ولایت څخه ځای اوسېدونکي وايي، خلکو کډولو ته په خپلو کورنو کې ځای ځاګی ورکړی او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د بامیانو ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ویلي، چې د ۲۶۰ کورنیو نېږدې ۱۸۰۰ سوه کسان دغه ولایت ته ورکډه شوي، چې دوی ورسره د لومړنیو مرستو کولو له پاره په چمتوالي بوخت دي.

باید و ویل شي، چې له طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو بریدونه پیل کړي، چې سختې جګړې شوې او ولسي وګړو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي