د بښنې نړیوال سازمان له المان غوښتي، چې افغان کډوال ونه باسي

22 عقرب 1397 ساعت 8:11

د المان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال به له دغه هېواد باسي خو د بښنې نړیوال سازمان له دغه هېواده غوښتي، چې افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي.


د المان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال به له دغه هېواد باسي خو د بښنې نړیوال سازمان له دغه هېواده غوښتي، چې افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د المان حکومت تازه پرېکړه کړې، چې په نږدې ورځو کې یوه ډله نور افغان کډوال هم کابل ته ولېږي.

خو د بښنې نړوالې ادارې د المان دغه پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې تېرو ټاکنو وشوده، چې لا هم دغه هېواد کې امنیتي وضعیت خراب او د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دغه ادارې زیاته کړې همدې ته په پام د المان حکومت باید د افغان کډوالو د شړلو لړۍ وځنډوي او پر خپلو پلانونو او پرېکړو له سره غور وکړي.

د بښنې نړیوالې ادارې تمه ښودلې، چې د المان حکومت به د دوی غوښتنې ته غوږ کېږدي او د افغان کډوالو ایستلو لړۍ به تر یوې مودې وځنډوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com