۰

ولسي جرګه غزني کې د وروستیو جګړو په تړاو امنیتي چارواکي وربولي

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
ولسي جرګه د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د جګړو په اړه بېړنۍ غونډه کوي او دغه غونډې ته د امنیتي ارګانونو چارواکي هم وربولي.
ولسي جرګه غزني کې د وروستیو جګړو په تړاو امنیتي چارواکي وربولي
ولسي جرګه د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د جګړو په اړه بېړنۍ غونډه کوي او دغه غونډې ته د امنیتي ارګانونو چارواکي هم وربولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن دوشنبې لړم ۲۱ مې په غونډه کې یو شمېر استازو وړاندیز وکړ، چې د غزني د ورستیو جګړو په اړه باید یوه بېړنۍ غونډه تر سره شي.

دوی په دغه وړاندیز کې ولسي جرګې ته د ملي دفاع، کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د رییس د ورتلو غوښتنه هم وکړه، چې د جرګې نورو غړو هم ورسره موافقه وکړه.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهمي و ویل، چې په هېواد کې د وروستیو او په تېره بیا د غزني د جاغوري او مالستان د جګړو په تړاو به د ځواب ویلو له پاره امنیتي چارواکي د جرګې یوې فوق العاده غونډې ته وروبلل شي.

د ولسي جرګې رییس په هېواد کې وروستي امنیتي وضعیت یو تریخ واقعیت وباله او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو اقدامات د منلو نه دي.

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر نورو غړو ویل، چې که مالستان او جاغوري ته جدي پاملرنه ونه شي نو دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دوی پر امنیتي چارواکو نیوکه کوله، چې غزني کې د ورستیو جګړو او د ولس د دفاع له پاره یې لازم اقدامات نه دي کړي، چې قرباني یې ولسي وګړي شوي دي.

ولسي جرګه پر داسې مهال جرګې ته د امنیتي چارواکو د وربلل پرېکړه کوي، چې امنیتي چارواکي وایي، دغه ولسوالیو ته ځانګړي تازمه دمه ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به طالبان وځپي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي