۰

مسکو کې بیا غونډه جوړېږي او طالبان په کې ګډون کوي

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
روسیه وایي، وسله والو طالبانو د افغان سولې په تړاو د مسکو په دوهم غونده کې ګډون ته هم چمتوالی ښودلی دی.
مسکو کې بیا غونډه جوړېږي او طالبان په کې ګډون کوي
روسیه وایي، وسله والو طالبانو د افغان سولې په تړاو د مسکو په دوهم غونده کې ګډون ته هم چمتوالی ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې په تړاو د مسکو لومړۍ غونده تېره جمعه د لړم ۱۹ مه په مسکو کې جوړه شوه.

په دغه غونده کې د افغان سولې عالي شورا د پلاوي په ګډون طلب استازو، د امریکا او سیمې د ۱۲ هېوادونو غړو په کې ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې که څه هم د سولې عالي شورا پلاوي او طالب استازو په جلا توګه خبرې ونه کړې، خو د سولې عالي شوار په غونډه کې وسله والو طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې بې قید شرطه طرحه یو ځل بیا وړاندې کړه.

خو طالبانو و ویل، چې دوی د افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي، بلکې غواړي په دې برخه کې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو په غونده کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر ایستلو او دغه راز یو شمېر نورو پخوانیو شرطونو ټینګار وکړ.

خو د غونډې په پای کې د ټولو هېوادونو استازو په یوه خوله و ویل، چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت باید د افغان سولې له پروسې ملاتړ وشي، هغه څه چې د شنونکو په وینا د طالبانو د غوښتنو خلاف وو.

له دې غونډې دا څو ورځې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سولې په تړاو مسکو کې دوهم غونډه به هم جوړه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونده کې وسله والو طالبانو هم ګډون کولو ته چمتوالی ښودلی دی.

خو دا چې دا غونډه به کله او څرنګه جوړه شي، په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي