۰
د پوځ مشر:

ځانګړي ځواکونه جاغوري ته رسېدلي، مالستان ولسوالي نه ده سقوط شوې

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۵
د افغان پوځ مشر جنرال محمد شریف یفتلي وایي، د پوځ ځانګړي ځواکونه د غزني جاغوري او مالستان ولسوالیو ته رسېدلي او حالت تر کنټرول لاندې دی.
ځانګړي ځواکونه جاغوري ته رسېدلي، مالستان ولسوالي نه ده سقوط شوې
د افغان پوځ مشر جنرال محمد شریف یفتلي وایي، د پوځ ځانګړي ځواکونه د غزني جاغوري او مالستان ولسوالیو ته رسېدلي او حالت تر کنټرول لاندې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال یفتلي، چې نن دوشنبې د لړم ۲۱ مه یې کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وینا کوله، هغه آوازې هم په کلکه رد کړې، چې ګڼې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

نوموړي ومنله چې پر مالستان ولسوالۍ تېره شپه وسله والو طالبانو بریدونه کړي و، او سخته جګړه وه خو په وینا یې هغوی نه دي توانېدلي ولسوالي ولکه کړي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په جاغوریو کې هم جګړه روانه ده خو نن د هوا په ښه کېدو سره به د جګړې مخ بدل او وسله وال طالبان به تر سختو بریدونو لاندې ونیول شي.

د پوځ مشر زیاتوي، چې په تېرو څو ورځو کې په جګړو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې او دغه راز د افغان پوځ سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې په ګوته نه کړه.

د افغان پوځ مشر وايي، نن سهار جاغوري ولسوالۍ ته د ځانګړو ځواکونو ۴۰ تنه او د کمانډو ځواکونو ۴۵ تنه رسېدلي او وضعیت یې کنټرول کړی دی.
 
جنرال شریف یفتلي دا هم و ویل، چې په جګړه کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو زیاتوي چې د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره به عملیات پراخه او دا سیمې به له طالبانو پاکې شي.

باید و ویل شي، چې د غزني په جاغوري او ملسستان کې له تېرو پنځو وروځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي، چې له امله یې درې واړه غاړو ته درانه تلفات هم اوښتي.

د همدې جګړې او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې غبرګون کې نن د غزني خلکو کابل کې لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل، چې جاغوري او مالستان ته مرستندویه ځواکونه ولېږي او سیمه له طالبانو پاکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي