۰
خلیلزاد:

سولې ته ټولې خواوې نېږدې شوې تمه ده ژر سوله وشي

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره ټولې خواوې سره نېږدې شوې او تمه ته چې ژر سولې ته ورسېږو.
سولې ته ټولې خواوې نېږدې شوې تمه ده ژر سوله وشي
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره ټولې خواوې سره نېږدې شوې او تمه ته چې ژر سولې ته ورسېږو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لړم ۲۰ مه د جمعیت ګوند له اجرائیه رییس عطا محمد نور سره په لیدنه کې کړې دي.

د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د سولې د پروسې لپاره د کارکولو په هدف باید یو ټولو د منلواو واکمنه ډله رامنځته شي.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد د افغانستان د سولې په خاطر پرون هم خپل دوهم سفر کابل ته پیل کړ او لومړی یې د ولسمشر غني سره د سولې په تړاو خبرې وکړې.

نوموړي له ولسمشر سره خبرو کې ویلي، چې امریکا د افغانانو په مالکیت او رهبري د سولې له پروسې ملاتړ او په دې برخه کې هر ډول هڅې او مرستې کوي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د سولې په تړاو به د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړي او بېرته به دغه معلومات له ولسمشر غني سره شریک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلی خلیلزاد به تر راتلونکو لسو ورځو له افغان چارواکو او ځینو نورو خلکو سره وګوري، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره لار هواره شي.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد تر دې څه موده وړاندې هم د سولې په تړاو، کابل، اسلام آباد، ریاض، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي و، چې د چارواکو تر څنګ یې قطر کې د طالب استازو سره هم ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي