۰

سناتوران امنیتي چارواکو ته قهرېدلي دي

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
سناتورانو د امنیتي ارګانونو چارواکي مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت د څرنګوالي او پوښتنو ځوابونو ته وربللي و خو هغوی حاضر نه شول.
سناتوران امنیتي چارواکو ته قهرېدلي دي
سناتورانو د امنیتي ارګانونو چارواکي مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت د څرنګوالي او پوښتنو ځوابونو ته وربللي و خو هغوی حاضر نه شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو غوښتل د نن یکشنبې د لړم ۲۰ مې په عمومي غونډه کې له امنیتي چارواکو پوښتنې وکړي، خو د هغوی نه حضور د سناتورانو غبرګون او غوسه راوپاروله.

سناتورانو غوښتل د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او دغه راز د ملي امنیت له رییس څخه د کندهار د امنیه قوماندان د ترور د پېښې او د هېواد د امنیتي حالت په اړه د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړي، خو هغوی درې واړه حاضر نه شول.

خو پر ځای یې مرستیالان جرګې ته ورلېږلي و، چې سناتورانو هغوی ته اجازه ورنه کړه، چې مجلس ته ورشي او دغه چارواکي یې په قانون ماتونې تورن کړل.

د جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار و ویل، له ولسمشره غواړي غواړي، چې د امنیتي ارګانونو مشران د قانون چوکاټ ته برابر کړي، ځکه دا د سناتورانو قانوني حق دی، چې له هغوی وپوښتي.

نوموړي زیاته کړه، سناتوران د شخصي مسایلو له پاره امنیتي چارواکي نه و ورغوښتي، بلکې هغوی باید د امنیت په اړه ولس ته ځواب ویونکي وي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزیادر هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، ځینې وخت امنیتي چارواکي کابل کې وي، خو دروغ وايي، چې بهر ته تللي او په درواغو مجلس ته له ورتګ څخه ډډه کوي، چې دا خپله جرګې ته او د قانون پر وړاندې بې احترامي ده.

د اېزدیار په وینا د امنیتي چارواکو درواغ ویل خپله دوی او د افغانستان د خلکو استازو ته د شرمولو لامل دی.

سناتور عبدالرحیم حسنیار بیا ویل دا چې امنیتي چارواکي د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي او بې کفایته دي، نو ځګه له شرمه مشرانو جرګې ته نه شي راتلای.

نوموړي وایي، دا مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې له شماله نیولې تر جنوب او له ختیځه نیولې تر لوېدځه پورې په وینو لژند دي او طالبانو په ننګرهار، غور، دایکنډي، اروزګان، غزني او شمالي ولایتونو کې خپل فعالیت او ساحې پراخه کړې، خو امنیتي چارواکي تر یوې پېښې وروسته ایله هلته یو پلاوی ور ولېږي.

د جرګې یو بل غړي رحمت الله اڅکزي و ویل، چې د امنیتي چارواکو په کمزوري مدیریت سره دولت خپل حیثیت له لاسه ورکړی او پر ولس شرایط سخت تنګ شوي دي.

دی وايي، په امنیتي ارګانونو کې اداري فساد زښت زیات دی او که همداسې دوام وکړي، پر ولس به کړۍ نوره هم تنګه او بالاخره به د دولت پر ضد پاڅون وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي