۰

ولسمشرغني او زلمی خلیل زاد پر افغان سوله خبرې وکړې

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۰
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د سولې له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په تړاو لیدلي دي.
ولسمشرغني او زلمی خلیل زاد پر افغان سوله خبرې وکړې
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د سولې له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په تړاو لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون شنبې د لړم ۱۹ مه ماښام مهال په ارګ کې له خلیلزاد سره لیدلي او دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ډاکټر زلمي خلیلزاد جمهور رئیس ته د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې د هلو ځلو لپاره د سیمې ځینوهېوادونو ته د بیا ځلي سفرونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل.

خبرپاڼه زیاتوي ښاغلي خلیلزاد په خپلو خبرو کې و ویل، چې له دغو سفرونو وروسته به بېرته کابل ته راځي او د خپلو سفرونو د پایلو راپور له ولسمشر غني سره شریکې کړي.

ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغان حکومت د افغانانو په مالکیت او مدیریت د بین افغاني مذاکراتو په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوي.

باید و ویل شي، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته د نوموړي دوهم رسمي سفر دی، چې د سولې په تړاو یې افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته تر سره کوي.

نوموړي څه موده وړاندې هم د سولې په تړاو، کابل، اسلام آباد، ریاض، قطر او متحده عربي امارتو ته ۱۰ ورځني سفرونه درلودل او د چارواکو تر څنګ یې قطر کې د طالبانو له استازو سره هم ولیدل.

د خلیلزاد تر لومړي سفر وروسته د سولې له پاره هلې ځلې زیاتې شوې، د پاکستان له زندانه ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو یو مهم کس وو راخوشی شو.

د یادونې ده خلیلزاد د افغان سولې په تړاو سیمې ته خپل دوهم سفر پر داسې مهال پیل کړی، چې وړمه ورځ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د سیمې د ۱۲ هېوادونو، افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی، د طالبانو استازو او دغه راز د امریکا استازو ګډون درلود.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي