۰

امنیتي ځواکونو هرات کې پر افغان – ترک ښوونځیو چاپه وهلې

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
راپورونه وايي، امنیتي ځواکونو هرات ولایت کې د افغان – ترک پر ښوونځیو چاپه وهلې او یو شمېر ښوونکي یې نیولي دي.
امنیتي ځواکونو هرات کې پر افغان – ترک ښوونځیو چاپه وهلې
راپورونه وايي، امنیتي ځواکونو هرات ولایت کې د افغان – ترک پر ښوونځیو چاپه وهلې او یو شمېر ښوونکي یې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان-ترک ښوونځیو د ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن یکشنبې د لړم ۲۰ مه سهار ۶بجې امنیتي ځواکونو او د هرات د پوهنې ریاست چارواکو د افغان-ترک پر ښځینه او نارینه ښوونځیو چاپه وهلې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، امنیتي ځواکونو څو کسه ښوونکي نیولي او له ځانه سره یې نامعلوم ځای ته لېږدولي، خو دا چې څو ښوونکي دي جزیات یې نه دي ورکړي.

په ورته وخت سرچینه وایي،امنیتي ځواکونو د نجونو ښوونځی هم محاصره کړی دی او په زور دغه ښوونځي ته ننوتلي خو دا چې څوک یې بېولي که نه معلومات یې نه دي ورکړي.

د دغه ښوونځیو ادارې ویلي چې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو دغه کار غیر قانوني دی او له ټولو نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې عمل دی.

دوی له افغان حکومت غوښتي چې د ورته غیر قانوني کړنو مخه ونیسي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې هم پر افغان-ترک ښوونځيو ورته چاپې وهل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي