۰

بامیانو کې یوه ځانګړې پوځي قطع جوړېږي

شنبی ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
ټاکل شوې د بامیانو د امنیت او دغه راز د سړک جوړونې پروژو د ستانې او ځانګړو عملیاتو له پاره په دغه ولایت کې یوه ځانګړې پوځي قطعه جوړه شي.
بامیانو کې یوه ځانګړې پوځي قطع جوړېږي
ټاکل شوې د بامیانو د امنیت او دغه راز د سړک جوړونې پروژو د ستانې او ځانګړو عملیاتو له پاره په دغه ولایت کې یوه ځانګړې پوځي قطعه جوړه شي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د دغه قطعې د جوړېدو خبره ولسمشر محمد اشرف غنی بامیانو ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره په ناسته کې کړې او د هغه د جوړېدو حکم یې ورکړی دی.

ښاغلي غني هلته د خبرو پر مهال ویلي، چې د بامیانو د امنیت، د سړک جوړونې پروژو په ځانګړي ډول د شکاري درې پروژې او د ځانګړو عملیاتو له پاره د یوې ۴۴۳ نفري پوځي قطعې د جوړېدو حکم یې ورکړی، چې د ملي امنیت په چوکاټ کې به وي.

دغه راز ښاغلي غني د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېګ ته سپارښتنه کړې، چې دوهمې درجې ته د بامیانو د لوړولو کارونه چټک کړي.

ښاغلي غني قومي مخورو ته خبرو کې دا هم و ویل، چې په بامیانو پوهنتون کې د طب پوهنځۍ د جوړېدو په اړه یې د لوړو زده کړو وزیر ته هم سپارښتنه کړې او هغه په دې اړه خپل کارونه پیل کړي دي.

همدارنګه ولسمشر غني د ښاري میثاق له لارې په بامیانو ولایت کې د ۶۴ بابه ښوونځیو د جوړېدو او دغه راز د پوهنې ریاست د ودانۍ جوړولو ژمنه هم ورکړې ده.

ولسمشر بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې نن شنبې د لړم ۱۹ مه د دوشي – بامیانو سړک جوړونې چارې هم پیل کړې او هغه یې د سالنګ د لارې ښه بدیل یاد کړ.

نوموړي و ویل، چې له دې کار څخه تر ټولو مهمه موخه دا ده، چې شمال له مرکزي سیمو او دغه راز له جنوب سره ونښلول شي.

جمهورخبري آژانس:بامیان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي