۰
د ګذار جنبش:

د رایې اچوونې په مرکزونو کې د ټاکنو د پایلو فورمونه کې لاسوهنه شوې

شنبی ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
د ګذار جنبش په نوم یو بنسټ تور پورې کوي، چې د ولسي جرګې د رایې اچوونې په مرکزونو کې د ټاکنو د پایلو په فورمونو کې لاسوهنه شوې ده.
د رایې اچوونې په مرکزونو کې د ټاکنو د پایلو فورمونه کې لاسوهنه شوې
د ګذار جنبش په نوم یو بنسټ تور پورې کوي، چې د ولسي جرګې د رایې اچوونې په مرکزونو کې د ټاکنو د پایلو په فورمونو کې لاسوهنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ غړو نن شنبې د لړم ۱۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلو فورمونه وړاندې له دې چې مرکز ته ولېږدول شي، هملته د رایې اچوونې په مرکزونو کې په کې لاسوهنه شوې ده.

د دغه بنسټ مشر هاروان معترف د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د ټاکنو په ورځ ډېرې سرغړونې شوې او د دې تر څنګ د رایو د پایلو په فورمونو کې لاسوهنه شوې ده.

د هغه په وینا د ټاکنو په ورځ د رایې اچوونې په مرکزونو کې د مدني ټولنو او نوماندانو څارونکو ته د څار اجازه نه ده ورکړل شوې او د ځانګړو نوماندانو په ګټه د ټاکنو پایلو کې لاسوهنه شوې، چې دغه کار د ټاکنو روڼتوب ته لوی ګذار ورکړی دی.

معترف د رایو د بیا ځلي شمارلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې دا و، چې له بایومتریک پرته رایې دوی ته د منلو وړ نه دي.

دی وایي، که چېرته کمېسیون تورې رایې له سپینو هغو بېلې نه کړي او درغلي کوونکي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ونه سپاري، ټاکنو کمېسیون به خپل باور له لاسه ورکړي او دغه راز به خلک د ولسمشرۍ ټاکنو کې هم ګډون ته زړه ښه نه کړي.

په ورته وخت کې له کابله د ملي جنبش ګوند نوماندې فروزان خلیلیار هم ادعا وکړه، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې پرېمانه درغلي شوي ده.

نوموړي هم ټینګار وکړ، چې رایې باید له سره وشمېرل شي.

د ګذار جنبش بنسټ یو بل غړي فهیم فطرت بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ارګ په دوهم نامه ونوماوه او ویې ویل، چې دغه کمېسیون خپلواکی له لاسه ورکړې او یوازې هغه پلاونه پر مخ وړي او عملي کوي یې چې ارګ ورته سپارښتنه کړې ده.

هغه ټاکنې له درغلی ډکې وبللې او ټینګار یې دا و، چې له بایومتریک پرته رایې د منلو نه دي او کمېسیون اړ دي، چې د ټولو مرکزونو رایې له سره وشمارل شي.
 
 جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي