۰
د ولسي جرګې ځینې غړي د مالستان جګړې ته په اشارې:

حکومت باید د مرکزي سیمو په اړه خپل دریځ روښانه کړي

شنبی ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۶
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وسله والو طالبانو په ډلیزه توګه تېره شپه د اروزګان ولایت له لوري د غزني پر مالستان ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.
حکومت باید د مرکزي سیمو په اړه خپل دریځ روښانه کړي
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وسله والو طالبانو په ډلیزه توګه تېره شپه د اروزګان ولایت له لوري د غزني پر مالستان ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ځینو غړو د نن شنبې د لړم ۱۹ مې په عمومي غونډه کې حکومت مرکزي سیمو ته په نه پاملرنې تورن کړ او ټینګار یې دا و، چې حکومت باید د دغه سیمو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دوی ویل چې د مرکزي سیمو خلک د حکومت څخه د ملاتړ له امله د وسله والو طالبانو تر بریدونو لاندې دي، خو حکومت خپل مسوولیت نه تر سره کوي.

د جرګې غړي محمد علي اخلاقي و ویل، چې له تېرې شپې راهیسې طالبانو د اروزګان له خوا پر مالستان بریدونه پیل کړي او دا مهال ولسوالۍ ته نېږدې له افغان ځواکونو او سیمه ییزه پاڅونوالو سره په جګړه دي.

نوموړی وايي، که چېرې همدا نن سیمې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي او پر طالبانو هوايي بریدونه تر سره نه شي، کېدای شي دغه ولسوالۍ کې یو بشري ناورین رامنځ ته شي.

د جرګې یو بل غړی چمن شاه اعتمادي و ویل، چې جاغوري، مالستان او ناور د غزني امن ولسوالۍ وې، خو پر دغه ولسوالیو هم د طالبانو یوې ډلې له لرې واټنونو دغه ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او بریدونه یې پیل کړې دي، خو پر وړاندې یې امنیتي سرتېری هم نشته، چې مخه یې ونیسي.

دغه راز په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي غلام حسین ناصري و ویل، چې له تېرو دریو اونیو راهیسې د ده په وینا د قرن جلادان په مرکزي سیمو کې ولس تر تېغ تېروي، خو که حکومت هغوی په رسمیت پېژني باید پر وړاندې یې خپل دریځ روښانه او له عامل ولس څخه دفاع وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که حکومت د وسله والو مخالفینو له بریدونو د ولس دفاع نه شي کولای و دې وایي، چې ولس خپله مټې رابډ وهي او له خپل عزت څخه دفاع وکړي.

دغه راز د جرګې یو بل غړي عبدالقیوم سجادي هم په خاص اروزګان، مالستان او جاغوري ولسوالیو کې ورانو جګړو ته په اشارې زیاته کړه، چې تېره شپه هم ډېری کورنۍ د جګړو له امله ګډه شوې دي.

نوموړی وایي، که چېرې حکومت په رښتیا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې صادق وي، نو د وسله والو پر وړاندې د دې له ولس څخه دفاع وکړي.

دی زیاتوي، چې د سیمې خلک د ترهګرو د ځپلو پلوي دي خو هغه وسله والو چې پر دې سیمو یې بریدونه پیل کړي له پرمختللو وسلو او مهماتو برخمن دي، چې سیمه ییز ځواکونه یې پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهمي په مرکزي سیمو کې د طالبانو بریدونو ته په اشارې و ویل، چې د هغوی پر وړاندې د حکومت نه پاملرنه د خواشنۍ وړ ده.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید تر هر څه وړاندې د مرکزي سیمو د خلکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې ګړندي ګامونه اوچت کړي.


د ولسي جرګې رییس و ویل، چې افغان امنیتي چارواکي باید د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره په یوه بېړنۍ غونډه کې د مرکزي سیمو د امنیت په اړه تصمیم ونیسي او ځاي خلک تر دې نور زړه ماتي نه کړي.

په ورته وخت د جرګې دروازې ته څېرمه د غزني د مالستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم پرلټ کړی و او له ولسي جرګې یې وغوښتل، چې پر حکومت فشار راوړي تر څو دغه ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونو ته مرسته ورسوي.

دوی ټینګار وکړ، چې همدا اوس د مالستان مرکز ته څېرمه د افغان حکومت پلوي ځواکونه او وسله وال طالبان سره کېوتي او ډېری کورنۍ د جګړې له امله ګډه شوې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي