۰

ولسمشر غني بامیانو ته د غځېدلو لارو د امنیت پر خوندیتوب ټنګار وکړ

شنبی ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۱
ولسمشر محمد اشرف غني د پوځ مشر ته سارښتنه کړې، چې بامیانو ولایت ته د ټولو غځېدلو لارو امنیت ته جدي پاملرنه او اقدامات تر سره کړي.
ولسمشر غني بامیانو ته د غځېدلو لارو د امنیت پر خوندیتوب ټنګار وکړ
ولسمشر محمد اشرف غني د پوځ مشر ته سارښتنه کړې، چې بامیانو ولایت ته د ټولو غځېدلو لارو امنیت ته جدي پاملرنه او اقدامات تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او ورسره پلاوی پرون جمعه د لړم ۱۸ مه بامیانو ولایت ته ولاړ او هلته یې د دریو برېښنايي پروژو د پیل تر څنګ د دغه ولایت له نظامي او امنیتي چارواکو سره هم وکتل.

په دغه لیدنه کې د پوځ مشر محمد شریف یفتلي او د بامیانو د پولیسو مشر د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې بامیان د هېواد په کچه یو له امن ولایتونو دی خو دغه ولایت اوسېدونکي یوازې د پر غځېدلو لارو له ناامنیو سره مخ دي.

دوی ټینګار وکړ، چې د دغه ولایت اوسېدونکي له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک ملاتړ دي او د امنیت په تامین کې ورسره همکار دي.

د ولسمشر غني دوهم مرستیال سروردانش په دې ناسته کې و ویل، چې د بامیانو د خلکو غوښتنه د امنیت تامین دی او حکومت اړ دی، چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

په ناسته کې ولسمشر غني د پوځ مشر او نورو امنیتي چارواکو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې بامیانو ته د غځېدولو لارو د امنیت له پاره جدي اقدامات تر سره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د بامیانو خلک باید د دغه لارو د امنیت له تامین څخه ډاډمن او سوداګر وکولای شي په خوندي توګه تګ راتګ وکړي.

د ولسمشر په وینا په داسې حال کې، چې ژمي کې ځینې وخت د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده وي، همدې ته په کتو باید د هغه بدیل لار چې له دوشي – بامیان او پروان – بامیانو تر منځ غځېدلې ځانګړی اهمیت لري.

جمهورخبري آژانس:بامیان


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي