شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د ۲۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته نن پنشنبې د لړم ۱۷ مه د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې سخته جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او د ملا سنګین په نوم د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان او دغه راز د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان د هویت په اړه جزیات نه دي ورکړل شي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب