۰
ارګ:

د خاص اروزګان او جاغوري له پاره بېړني تدابیر نیول شوي دي

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
ارګ وايي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان او د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له منځه وړلو له پاره بېړنې تدابیر نیول شوي دي.
د خاص اروزګان او جاغوري له پاره بېړني تدابیر نیول شوي دي
ارګ وايي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان او د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له منځه وړلو له پاره بېړنې تدابیر نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تدابیر تېره ورځ چهارشنبې د لړم ۱۶ مه د وسله والو ځواکونو د عالی سر قوماندانۍ په غونده کې ونیول شول.

خبرپاڼه زیاتوي، د ولسمشر په مشرۍ په دې ناسته کې د خاص اروزګان او غزني د مالستان، او جاغوري، د فراه د قلعه کاه او د غور د چهارسدې ولسوالۍ امنیتي وضعیت و ارزول شو.

سرچینه کاږي، چې په دې غونده کې امنیتي ارګانونو ته لاښوونه وشوه، چې د دغه ولسوالیو له امنیتي وضعیت یو واضح پلان جوړ او پر وخت او بېړني ګامونه د امنیت له پاره پورته کړي.

په ورته وخت خبرپانه وايي، په دغه غونده کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ډاډ څرګند کړ، چې د یادو ولسوالیو په امنیت کې به د افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کوي.

په غونده کې د ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۱۵ قول اردوګانو ته د اکمالاتو او دغه راز د میدان وردګ – زابل لویې لارې امنیت په اړه هم خبرې وشوې.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي