۰

د سولې عالي شورا پلاوی به د مسکو غونډه کې له طالبانو سره وګوري

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۱
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د لومړي ځل له پاره د دغه شورا یو پلاوی د مسکو په غونډه کې له طالبانو سره مخامخ وګوري او خبرې به ورسره وکړي.
د سولې عالي شورا پلاوی به د مسکو غونډه کې له طالبانو سره وګوري
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د لومړي ځل له پاره د دغه شورا یو پلاوی د مسکو په غونډه کې له طالبانو سره مخامخ وګوري او خبرې به ورسره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو څلور کسییزه پلاوی به د شورا د یوه مرستیال په مشرۍ د مسکو په غونده کې ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې ټاکل شوی پلاوی به سبا مسکو ته ولاړ شي او د لومړي ځل له پاره به د وسله والو طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.

که څه هم نوموړي دا ونه ویل، چې د سولې شورا پلاوی به د مسکو په غونډه کې په ځانګړې توګه د طالب استازو سره وګوروي که څنګه خو ويې ویل، چې د مسکو په غونډه کې د طالبانو پر ګډون د سولې عالي شورا خوښه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د بل هر وخت په پرتله د سولې له پاره ښه زمینه برابره شوې او د سولې عالی شورا به له دغه فرصت نه په ګټې اخیستنې سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پاره هڅې وکړي.

طاهري په خپلو خبرو کې د سولې له پاره د افغان حکومت له خوا د یوه بورډ د رامنځ ته کولو په اړه و ویل، چې دا هڅې له طالبانو سره د خبرو له پاره د افغان حکومت د یوه واک لرونکی پلاوي د ټاکلو په موخه دي، او تمه ده، چې طالبان هم د سولې د خبرو له پاره یو واک لرونکی پلاوی وټاکي.

باید و ویل شي، چې د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه د راتلونکې جمعې په ورځ جوړېدونکې ده، چې په کې به د طالبانو استازي او د سیمې د ۱۲ نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

دغه غوندې ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی هم ورغوښتل شوي، او ځینې سرچینې وايي، کرزی به په ځانګړې توګه د طالب استازو سره وګوري.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې، چې د قطر د سیاسي دفتر یو پلاوی به د دغه ډلې په استازیتوب د مسکو غونډه کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي